زرکه ویبلاگ
اخلاق په ټولنه کې د قانون يوه سرچينه ده ، د خلکو د چلند او اړيکو لارې له يو بل سره جوړوي او ورته بڼه ورکوي. اخلاق په ټولو علومو او څانګو کې يو بنسټيز بحث دى. په خبريالۍ کې هم د کاري اخلاقو مراعاتول د خبريالانو د دندې کاري شرافت تضمينوي او د هر ژمن خبريال د دندې جوهر جوړوي. خبريالان د خپلو دندو پر مهال د کاري اخلاقو له په پام کې نيولو پرته ،نشي کولى ، چې د خپلو مخاطبينو اعتماد او ډاډ ترلاسه کړي او په ټولنه کې د رسنيو اعتبار زيات کړي.
داخلاقي اصولو د واضح متن درلودل، په اوسني عصر کې د خبريالانو له مهمو اړتياوو څخه شمېرل کېږي. د ١٩٢٠ زېږيديز کال هيسې د خبريالانو نړيوالوو بنسټونو، ملي او صنفي ټولنو په ټوله نړۍ کې د دا ډول اصولو په جوړولو لاس پورې کړى دى او په سلګونه ملي او نړيوال سندونه يې په دې برخه کې چمتو کړي دي. په دې لړ کې د خبريالانو د کاري اخلاقو نړيوال اصول ،چې په ١٩٨٣ زېږديز کال کې په پاريس کې تصويب شول، د زياترو خبريالانو لخوا يې پخلى کېږي او د اخلاقي اصولو د فکري موخې په توګه پېژندل کېږي.
که څه هم اخلاق په هرې ټولنې کې د اقتصادي، سياسي، ټولنيز، کولتوري، دوديز او ديني جوړښتونو په پام کې نيولو سره په بېلا بېله توګه وړاندې کېږي، خو بيا هم په ټولو کاري او اخلاقي اصولو کې بنسټونه او ارزښتونه يو شان وړاندې شوي دي ،چې په وړاندې يې د نظر يوالى شتون لري او ښيي چې کاري اخلاق په ټوله نړۍ کې يو شان ارزښتونه تعقيبوي.
د افغانستان د خبريالانو او رسنيو اخلاقي اصول د خبريالانو د لارښوونې او هڅونې په موخه او د کاري اخلاقو د ارزښتونو لپاره درناوى ،چې هر خبريال د خپلې دندې پر مهال ورسره مخ کېږي، چمتو شوي دي. په دغو اصولو کې د نړيوالو معيارونو په پام کې نيولو سره د افغانستان د ټولنې باورونه او د خپل کولتور په اړه ځانګړي مسايل وړاندې کوي او خبريالانو ته له خلکو او پېښو سره د چلند په اړه لارښوونه ورکوي. دغه اصول اجرايي ضمانت نلري، يواځې وجدان او د خبريال ژمنه هغه دې ته اړ باسي، چې دغه اصول ترسره کړي او خبريالان د وګړنيز وجدان په پام کې نيولو سره دغه اصول اجرا کوي.
١- خبريال، د خپلې دندې پر مهال له هر ډول نژادي، مذهبي، جنسي، قومي، ژبني او کولتوري تبعيض څخه ډډه کوي.
٢- خبريال، د خپلې دندې او حقايقو د انعکاس ورکولو پر مهال له دقت څخه کار اخلي او له بدنامولو، بې ځايه تورونو، ګواښنې، افترا، د اوازو خپرول او د حقايقو له پټ ساتلو څخه په کلکه مخنيوى کوي.
٣-خبريال، معلوماتو ته د خلکو د لاسرسي حق ته درناوى کوي ،ترڅو هغوى له ښکاره واقعيتونو څخه يو دقيق او هر اړخيز انځور ترلاسه کړي او د هغه پلي کول د خپلو ټولنيزو مسووليتونو يوه برخه ګڼي.
٤-خبريال، انساني کرامت ته درناوى، کولتوري تنوع او منل شوي نړيوال ارزښتونه د انساني کولتور د پراختيا په موخه د خپلو کاري اخلاقو يوه برخه ګڼي او ټولو ته ښه نيت لري.
٥- خبريال، له جګړې،کرکې، تاوتريخوالي، بي باورۍ، فقر، هر ډول جهل او د نورو ټولنيزو ناروغيو په له منځه وړلو کې مسووليت لري او د خپلې دندې پر مهال ورته پاملرنه کوي.
٦-خبريال، د خپلې دندې پر مهال له نافذه تفنيني اسنادو سره په مطابقت کې ملي ګټې په پام کې نيسي.
٧- خبريال، د خپلې دندې پر مهال انډول، نا پييلتوب او انصاف رعايتوي.
٨-خبريال ، د دولتي او يا نادولتي چارواکيو لخوا هيڅ ډول فشار نه مني او خود سانسوري هم نکوي.
٩- خبريال، د هغو سرچينو نومونه ،چې نه غواړي افشا شي، محرم ساتي او همدارنګه د نا باوري سرچينو پر استناد د مطالبو له خپرولو څخه ډډه کوي. هغه معلومات بايد چاپ يا خپاره نشي کوم ،چې د محرم ساتلو په شرط خبريال ته ورکول کېږي،مګر که خپرول يا چاپول يې د ټولنې د ګټو لپاره اړين وي .
١٠- خبريال، د چاپ ،خپرولو او يا هم د نه خپرولو په خاطر بډې او ډالۍ نه مني.
١١- خبريال، د مرکې پر مهال له هغه چاسره چې مرکه ورسره کېږي په ادب چلند کوي او هيڅکله له نورو سره له استهزا او تمسخر نه ډک چلند نه کوي.
١٢- خبريال ، کله چې خطا او يا تېروتنه کوي او په اړه يې پوهـ شي، بايد هغه ژرترژره له ممکنه لارو تصحيح کړي.
١٣- خبريال، د بيان له ازادۍ څخه د نورو د توهين، سپکاوي، تورنولو او افترا لپاره ګټه نه اخلي.
١٤- خبريال، د نورو معنوي حقونو ته درناوى کوي او په ځانګړې توګه له ادبي غلا څخه ډډه کوي.
١٥- خبريال، د خلکو خصوصي حريم ته درناوى کوي او د هغوى اسرار نه افشا کوي.
١٦- د رسنيو هويت بايد روڼ وي ، د رسنيو له نوم او ارزښتونو څخه بايد ناوړه ګټه وانه خيستل شي.
١٧- رسنۍ د ټولنيز مسووليت پر بنسټ، د روزنيزو پروګرامونو په خپرولو لاس پورې کوي.
١٨- اعلانونه او خبرتياوې بايد داسې وړاندې شي، چې د هغوى د حقيقي طبيعت په اړه د شک هيڅ ځاى شتون ونلري.
١٩- د اخلاقي مسووليتونو ترسره کول او په پام کې نيول، چې د خبريالۍ د دندې پر مهال وړاندې کېږي، په خبريال پورې تړاو لري. دغه اصول بايد د دولت د لاس وهنې لپاره هيڅ ډول لاره برابره نکړي.